خبرونه

د تېرې ادارې د ټرانسپورټ وزارت سرپرست سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه
جوزا ۰۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له ښاغلي حسن مبارک عزیزي څخه د مننې ترڅنګ وویل، په افغانستان کې ټولو هېوادوالو ته د سوکاله ژوند زمینه برابره ده او اسلامي امارت ټول افغانان خپل اتباع ګڼي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لوګر د څرخ ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او علماؤ سره ولیدل
جوزا ۰۸، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د څرخ ولسوالۍ له قومي مشرانو او علماؤ مننه وکړه او د اشغال په خلاف یې د دې ولسوالۍ د مجاهدینو او ولسونو سپېڅلی جهاد، قربانۍ او سختۍ وستایلې.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پروان یو شمېر مسؤلینو سره ولیدل
جوزا ۰۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پروان ولایتي مسؤلینو له هڅو او خدمت په مننې وویل، د پروان، کاپيسا او پنجشیر ولایتونو په شمول ټولو مرکزي ولایتونو ته جدي پاملرنه کېږي او په هر اړخیزه توګه به د ولسونو غوښتنې په نظر کې ونیول شي.

د جبل السراج ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه
جوزا ۰۷، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، له جهادي دورې وروسته د اسلامي امارت پالیسي پر بیارغاونه او افغانانو ته پرخدمت کولوڅرخي او هڅه کوي چې له کورنیو عوایدو د خلکو ستونزې هوارې کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پولې هاخوا متخصصینو اتحادیې استازو سره ولیدل
جوزا ۰۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ډاکټرانو او روغتيايي سکتور د کارکوونکو د هڅو ستايلو ترڅنګ، ياد متخصصين د هيواد لويه پانګه وبلله او زياته يې کړه، افغانستان په هر حالت کې تاسو ته اړتيا لري.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال بدخشان ته د سفر پر مهال د افغانستان د ګرځندوی ملي جاذبو کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه
جوزا ۰۵، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي د واټونو او لویو لارو په جوړولو سره افغانستان له بېلابېلو دهلېزونو په ځانګړي ډول د واخان کوریدور له لارې د یوې لارې یو کمربند...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر سره وکتل
جوزا ۰۵، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت لخوا د لوړ رتبه مسؤلینو دا ډول سفرونه د دې څرګندويي کوي چې اسلامي امارت د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په شمول له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر اساس تعامل غواړي.