خبرونه

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه
حمل ۰۲، ۱۴۰۳

په دې غونډه کې، چې د ماليې وزارت سرپرست حاجي ملا ناصر اخند او د ياد وزارت تخنيکي ټيم هم حضور درلود، د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په لارښوونه د اصنافو او کسبګرو د مالياتو...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست سره وکتل
حمل ۰۲، ۱۴۰۳

دریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسؤولینو هڅو څخه په مننې وویل، په تېرو څو میاشتو کې د قومي شخړو حل لپاره ستاسو هڅې د ستايلو او د تېرو څو لسيزو په پرتله بېسارې دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لویې پکتیا یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل
حمل ۰۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د لویې پکتیا، کابل او لوګر علماوو او مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، اوسنی اسلامي نظام یوازې په حکومت کې د مسؤولو کسانو نه، بلکې د ټول افغان ملت ګډ ټغر دی.

د نوي ښوونیز کال د پیل مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ګډون او وینا
حمل ۰۱، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړه، موږ د یو ملت او اسلامي ټولنې په توګه په لومړي ګام کې اړتیا لرو چې عقاید او اسلامي موضوعات زده کړو او زده کوونکو ته یې ور وښیو او په دویم ګام کې عصري زده کړې وکړو، ځکه په افغانستان کې د عصري علومو...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پروان له یوشمېر علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل
حمل ۰۱، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پروان مخورو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت ته د ولسونو غوښتنې لومړیتوب لري او د پروان د ولسونو د وړاندېزونو په برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د عمرې حج شرکتونو او د موټر پلورونکو له استازو سره وکتل
حوت ۲۹، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په هېواد کې د خصوصي سکتور د فعالیت ارزښت ته په اشارې وویل، اسلامي امارت پانګوال هڅوي څو د حکومتي ادارو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.

د امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل مخنيوي لپاره د مؤظف پلاوي غونډه ترسره شوه
حوت ۲۹، ۱۴۰۲

په دې غونډه کې چې د مؤظف پلاوي غړو هم پکې ګډون درلود، د يو شمېر امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د لمنځه وړلو او مخنيوي ترڅنګ د دوی پر يو شمېر موضوعاتو او غوښتنو هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.