خبرونه
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په یاد پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال په علمي ډګر کې د شیخ زاید پوهنتون فعالیت او د استادانو هڅې وستایلې او ویې ویل، د خوست ولایت ارزښت ته په کتو به د دغه پوهنتون...
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې پنځلسمه غونډه د الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه (رجب المرجب ۱۷مه/ سلواغې۹مه) نېټه ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ستاسو راتګ، ناسته او وخت دې د خدای تعالی د رضا او د ولس د سوکالۍ او ارامۍ لامل وګرځي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن خوست ته د خپل سفر په لړ کې، د خوست جهادي مدرسې د دستار بندۍ او فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې دورې فارغانو ته په خطاب کې وویل، تاسو له یوې اوږدې دورې او ډېر زیار ګاللو وروسته دغه دوره پایته ورسوله او نوې مرحلې ته داخل شوئ، چې ورسره مو مسؤلیت هم ډېر او درنېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال به نن د خپل سفر په جريان کې، د خوست ولايت له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او ځایي مسؤولینو سره هم وګوري.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس څرګنده کړه، په نورو نظامونو کې څوکۍ ته د مقام او منسب خطاب کېږي، خو په اسلامي امارت کې دا چاره فقط امانت او دروند مسؤلیت دی چې د اسلامي امارت د رهبري له لوري وړ کسانو ته سپارل کېږي.