خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل، کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو له یو شمېر شیوخو او علمای کرامو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ۱۴۴۴ه ق کال د حج پروسې د بریالي پایته رسېدو د نمانځنې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د لوګر د والي او مرستیال والي په ګډون د دې ولایت له ټولو رئیسانو سره ولیدل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د پکتیا ولایت له یو شمېر قومي مخورو او علماوو سره ولیدل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن غرمه د افغان کڼو(ناشنوایانو) له استازو سره د هغوی د لویو ستونزو د حل په موخه په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د فارياب ولايت يو شمېر نابينا حافظانو او د ديني مدرسو استادانو سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون په سپېدار ماڼۍ کې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.