خبرونه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال: راستنېدونکو هیوادوالو ته د کارموندنې په برخه کې د سوداګرو او خبیرو وطنوالو د هر ډول طرحو هرکلی کوو
سرطان ۳۱، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د خصوصي سکتور له لوري راستنېدونکو هیوادوالو ته د کارموندنې په کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په کنفرانس کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا
سرطان ۳۱، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دې کنفرانس پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره هیڅ راز هڅې نه درېغوي، دغه راز له سوداګرو او پانګوالو هم توقع لري هر هغه څه...

رئیس الوزراء د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس او مل پلاوي سره وکتل
سرطان ۳۰، ۱۴۰۴

‏محترم الحاج ملا محمدحسن اخوند د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس سفر ته په اشارې وویل، خدای تعالی دې ستاسو دا سفر د مسلمانانو د اتفاق، د ستونزو د حل، زموږ او تاسو د دوامدار تګ راتګ، اړیکو او همکاریو لپاره مثمر وګرځوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس سره وکتل
سرطان ۳۰، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې دېته په اشارې چې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان یو پرمختللی اسلامي او نړیوال بنسټ دی او د دولتونو او ملتونو ترمنځ د دوستۍ او رغونکې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هڅه کوي، له دې سازمان...

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیست
سرطان ۳۰، ۱۴۰۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د تولیدي فابریکو د دغه کمپلکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام وباله او زیاته یې کړه، له دې سره به پر بهرنیو تولیداتو د افغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا...

د یو شمېر تولیدي فابریکو د ګټه اخیستنې مراسمو کې د رياست الوزراء اداري مرستيال ګډون او وینا
سرطان ۳۰، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال وویل، نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې موږ کولای شو د صنعتکارانو او بزګرانو د اړتیا وړ فلزي وسایل او کرنیز او صنعتي ماشین الات په خپل وطن کې تولید کړو او د هغوی په خدمت کې یې ورکړو.

په خوست کې د هېواد د نومیالي ولسي او انقلابي شاعر ارواښاد مطیع‌الله تراب د فاتحې او ختم مراسم ترسره شول
سرطان ۲۹، ۱۴۰۴

په یادو مراسمو کې د رياست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملاعبدالوسع خادم په سپارښتنه د عامه او ستراتېژيکو اړيکو مرستيال ښاغلي قاري عبدالستار سعید په مشرۍ يو پلاوي ګډون وکړ.