د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د یو شمېر تولیدي فابریکو د ګټه اخیستنې مراسمو کې د رياست الوزراء اداري مرستيال ګډون او وینا
سرطان ۳۰، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال وویل، نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې موږ کولای شو د صنعتکارانو او بزګرانو د اړتیا وړ فلزي وسایل او کرنیز او صنعتي ماشین الات په خپل وطن کې تولید کړو او د هغوی په خدمت کې یې ورکړو.

په خوست کې د هېواد د نومیالي ولسي او انقلابي شاعر ارواښاد مطیع‌الله تراب د فاتحې او ختم مراسم ترسره شول
سرطان ۲۹، ۱۴۰۴

په یادو مراسمو کې د رياست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملاعبدالوسع خادم په سپارښتنه د عامه او ستراتېژيکو اړيکو مرستيال ښاغلي قاري عبدالستار سعید په مشرۍ يو پلاوي ګډون وکړ.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموينې د پايلو د اعلان مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
سرطان ۲۹، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال په بريالي ډول د سږنۍ کانکور ازموينې د ترسره کولو له امله د ازموينو ملي ادارې هڅې وستايلې او ټولو هغو ګډونوالو ته يې مبارکي وويله، چې د کانکور ازموينې له لارې د هېواد تحصيلي بنسټونو ته بريالي شوي دي.

د ریاست الوزراءد دفتر لوی ریاست اړوند د کارکوونکو ریاست د ظرفیت لوړونې او مدیریت او د دعوت او ارشاد اصلاحي پروګرام جوړ شو
سرطان ۲۹، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء د دفتر د لوی ریاست د سرچینو او ادارې مرستیال الحاج مفتي سید احمد مستقیم د غونډې پرانېستونکې وینا واوروله او د اسلامي امارت بریا او بیا ځلې واکمنۍ ته رسیدل یې د زرګونو شهیدانو د وینو محصول وباله.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر او مل پلاوي سره وکتل
سرطان ۲۸، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، اسلامي امارت د هر هغه میکانیزم چې د مهاجرینو ستونزې حلوي هرکلی کوي او د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د دایمي استوګنې، بیا ادغام او نورو برخو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ...

د رياست الوزراء اداري مرستيال د بغلان والي سره وکتل
سرطان ۲۷، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت د امنيت تأمين، د خلکو چارو ته رسيدګي او همداراز له ګاونډيو هيوادونو څخه د راستنو شويو هيوادوالو د ستونزو حل خپل مسؤليتونه بولي.

د ا.ا.ا رئیس الوزار د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوي سره وکتل
سرطان ۲۶، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخوند د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د نیکو او ښو اړیکو یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې دغه اړیکي په راتلونکي کې نورې هم پیاوړې شي.