خبرونه

د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی پلازمېنې باکو ته ورسېد
سرطان ۱۰، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د مشرانو په اوولسمه ناسته کې د ګډون په موخه نن د اذربایجان هېواد مرکز باکو ته ورسېد.

د ریاست الوزرا‌ء اداري مرستیال په نیمروز کې د راستنو شویو هیوادوالو کمپونه ولیدل
سرطان ۱۰، ۱۴۰۴

د ریاست الوزرا اداري مرستیال او مل پلاوي راستنو شویو هیوادوالو ته د خدماتي کمېټو چارې و ارزولې او دوی ته یې د غوره خدماتو وړاندې کولو او د راستنو شویو وطنوالو بهیر د ښه مدیریت په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په ورېښمو پل بندر کې د راستنېدونکو کډوالو بهیر وکوت
سرطان ۰۹، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیایي خدماتو، د کډوالو د ثبت، تثبیت او موقتې استوګنې، اصلي ولایتونو ته د هغوی دلېږد، د مالي چارو د تنظیم او کډوالو ته د نورو خدماتو برابرولو په برخه کې د اړوندو پلاویو خالصانه هڅې تقدیر کړې.

د هرات له علمي، روغتیایي او تاریخي مرکزونو څخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال لیدنه
سرطان ۰۹، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي له یادو مرکزونو څخه د لیدنې ترڅنګ له اړوندو مسوولینو سره په کتنه کې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو، د روغتیایي خدماتو د ښه والي، پراختیایي چارو او د تاریخي اثارو د ساتنې په اړه خبرې وکړې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو بهیر له نږدې وکوت
سرطان ۰۷، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د راستنېدونکو هیوادوالو د ثبت، تثبیت او موقتې میشتېدنې، دوی ته د روغتیایي خدماتو او اړوندو ولایتونو ته د لېږد بهیر څخه د څارنې پرمهال د صحي کلینیکونو،...

د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه
سرطان ۰۵، ۱۴۰۴

په دې غونډه کې لومړی د یاد کمېسیون له لوري د ورسپارل شویو مسوولیتونو په اړه د ګومارل شویو کمېټو کړنې او فعالیتونه وارزول شول.ورپسې د چارو ادارې عمومي ریاست، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ازموینو ملي ادارې اړوند موضوعاتو...

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په ترکیه کې د اسلامي امارت له سفیر سره وکتل
سرطان ۰۳، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال دېته په اشارې چې افغانستان او ترکیه دوه مسلمان او دوست هیوادونه دي او په بېلابېلو برخو کې پیاوړي دیني، تاریخي او فرهنګي روابط لري وویل، لازمه ده د سفارت مسؤلین په کوربه هیواد کې د اسلامي امارت پالیسۍ...