خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون پخپل کاري دفتر کې د افغانستان د اهل تشیع له یو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام نن د بدخشان له والي مولوي عبدالغني سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفترعمومي رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د بیات بنسټ له مشر «احسانالله بیات» سره وکتل.
د رئیسالوزراء او ارګ د ساتنې لوی ریاست د نوي تشکیل له مخې، د 1443 ه.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په 23مه نېټه په 313 مرکزي قول اردو کې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند لسګونه ساتونکي له څو میاشتنیو نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخوند د ځانګړي هدایت پر بنسټ نن سهار له پیښو سره د مبارزي وزارت د معین محترم مولوي شرف الدین په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی چې په ترکیب کې یې د رئیس الوزراء ځانګړی استازی محترم مولوي لعل محمد
د افغانستان اسلامي امارت په هڅو او هلوځلو او له امریکا سره د مخامخ او مثبت تعامل په نتیجه کې له ګوانتانامو زندان څخه د باقي پاتې دوه تنو بندیانو له جملې څخه یو تن اسد الله هارون راخوشی شو.