د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د شاه او عروس اوبو بند د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ګډون وکړ
جدی ۱۱، ۱۴۰۳

محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د اوبو ارزښت ته په اشارې سره وویل، نن ورځ په نړیوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه بحث کېږي او په یوشمېر هېوادونو کې یې ارزښت تر نفتو او قیمتي کاني زېرمو هم لوړ دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس سره وکتل
جدی ۱۰، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، محترم محمد سهیل شاهین ته د ښه راغلاست ترڅنګ د منافعو د دفاع او له کوربه، د سیمې او نړۍ له نورو هیوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراختیا لپاره په قطر کې د اسلامي امارت...

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د خلازيو قوم له مشرانو او مخورو سره وکتل
جدی ۰۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د خلازیو قوم مشرانو او مخورو سره پر دې ليدنې خوښي وښوده او د اسلامي نظام په بریا کې یې د هغوی د قربانیو يادونه وکړه او زياته يې کړه، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د افغان ولس ډېرې هيلې...

د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په اړه د موظف پلاوي غونډه جوړه شوه
جدی ۰۹، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په موخه د موظف پلاوي غونډه، د یاد پلاوي د غړو په ګډون جوړه شوه.

د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته ترسره شوه
جدی ۰۸، ۱۴۰۳

په دې ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او ستونزو، له یوشمېر هېوادونو سره د تعامل د پراختیا او د افغانستان او سیمې پر وروستیو تحولاتو د بحث ترڅنګ د اجنډا له مخې په ورسپارل شویو موضوعاتو لازم تصامیم ونیول شول.

د ریاست الوزراء سياسي مرستیال د څمکنیو ولسوالۍ د ضیاالعلوم مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه
جدی ۰۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په لرې پرتو سیمو کې د مدرسو او ښوونځیو فعالیت د خوښۍ وړ وباله او زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو ښوونیزو مرکزونو پرمختګ ته له توپیر پرته پام لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه
جدی ۰۶، ۱۴۰۳

د اداري کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون نن له غرمې مخکې ترسره شوه.