د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د پکتیکا ولایت د جهادي مدرسې په دستار بندۍ مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
جدی ۰۲، ۱۴۰۳

محترم سیاسي مرستیال وويل، اسلامي امارت د پخوانیو حکومتونو په شان وخت نه ضایع کوي، بلکې د هیواد رغونې ته جدي پام لري او په تېرو څه باندې دریو کلونو کې ګڼې پروژې پلې شوي او نور پراختیایي کارونه هم په پلان کې دي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د جوزجان والي سره وکتل
جدی ۰۲، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو له امله د جوزجان ولايت د مسؤلينو فعاليتونه او کړنې وستايلې.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان سره وکتل
جدی ۰۲، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خلکو د امنيت او د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع لپاره د اسلامي امارت د مجاهدينو او په ځانګړي ډول د يادې قول اردو فعاليتونه او کړنې وستايلې.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د لوګر جهادي مدرسې د دستار بندۍ غونډه کې ګډون او وینا وکړه
جدی ۰۱، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د اسلامي نظام له راتګ وروسته پر اقتصادي پرمختګ سربېره اسلامي امارت په سیاسي او علمي برخو کې هم پام وړ لاسته راوړنې لري او د هېواد په کچه ښوونیز کال ښه روان دی.

د جوزجان امنیه قومندان سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۰۱، ۱۴۰۳

د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې په ټینګار چې په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د هوسا ژوند برابرول او لازمې اسانتیاوې رامنځته کول د اسلامي امارت له تعهداتو څخه دي وویل، باید په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وشي.

د فاریاب والي سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۰۱، ۱۴۰۳

د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د سیمه ییزو مسؤلینو فعالیتونه او کړنې وستایلې وې ویل، د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او د خلکو د ستونزو حلول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي او...

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کابل ښار تایمني سیمې له یو شمېر مشرانو سره وکتل
جدی ۰۱، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، موږ د علماؤ، کسبګرو او ځوانانو او بېلابېلو اقشارو سره غونډې کړي او د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ مو د هغو د حل په...