خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د یودېرشم نندارتون د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
میزان ۲۵، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د وینا پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له رهبرۍ او د دې نندارتون له جوړونکو په مننې دا د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو د معرفۍ لپاره غوره لار وبلله.

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون پرانیستل شو
میزان ۲۵، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو کې د هېواد کرنیز اقلیم ته په اشارې سره وویل، افغانستان د حاصل خېزو کرنیزو ځمکو، پاکو اوبو او متنوع اقلیمي شرایطو په لرلو سره د کرنې بالقوه ښه ظرفیتونه او مختلف محصولات لري.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس له یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل
میزان ۲۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پر مهال، له خلکو په ځانګړي ډول خصوصي سکتور سره د دې ډول کتنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د واټن لمنځه وړل وبلل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کاپیسا ته د سفر پر مهال په ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ
میزان ۲۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر یادې غونډې ته په وینا کې د روسانو په مقابل او په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا او ناټو پر ضد د اسلامي امارت مجاهدینو د شهیدانو یادونه وکړه وې ویل، د دوی هیله په هیواد کې د اسلامي نظام ټینګښت وو.

د‌ جوزجان ولايت يو شمېر سيمه ييزو مسؤلینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
میزان ۲۴، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت سيمه ييزو مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت د مسؤلینو دروازې بايد د ټولو هيوادوالو پر مخ پرانيستې وي، د دوی نظريات...

د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ د نمانځې په مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا
میزان ۲۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء ادراي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان د تېرو څلورو لسېزو تحمیلي جګړو پر مهال له هراړخه زیانمن شوی، زېربناوې یې ویجاړې شوي او زموږ ملت په بېلابېلو برخو له هغې جملې د ښوونې او روزنې، روغتیا...

د کابينې اتمه غونډه: هېواد ته د بې کيفيته تېلو د وارداتو مخنيوي په اړه بحث وشو
میزان ۲۳، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اتمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ ھ ق کال د ربیع الثاني ۱۱مه/تلې ۲۳مه» نېټه ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.