خبرونه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پکتیکا مرستیال والي سره وکتل
ثور ۲۳، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خلکو ستونزو ته رسیدګي او د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د اسلامي امارت مسؤلیت وباله وې ویل، د دې کار لپاره باید ځایي مسؤلین لا زیاتې هڅې وکړي.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر په مشرۍ پلاوي سره وکتل
ثور ۲۳، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ازبکستان حکومت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د تاشکند له همکاریو او مرستو په مننې وویل، اسلامي امارت له ازبکستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اړیکو...

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو سره وکتل
ثور ۲۳، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د بغلان ولایت ولسونو ته وویل: «زموږ د راتګ موخه یوازې دا نه ده چې تاسې ته تسلیت ووایو، بلکې تاسې ته ډاډ درکوو چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې ترڅنګ ولاړ دی، تر څو مو ژوند عادي حالت ته راوګرځي.»

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان کې له سیمه ییزو مسوولینو سره وکتل
ثور ۲۳، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په بغلان ولایت کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو عاجلې درملنې، د خوراکي توکو او موقتي سرپناه برابرولو په اړه سیمه‌ییزو مسوولینو او اړوندو مرستندویه ادارو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان امنیه قومندان سره وکتل
ثور ۲۲، ۱۴۰۳

وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال پر یادې کتنې خوښي څرګنده او د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ فعالیتونه او کړنې یې وستایلې.

د ترکیې هیواد له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
ثور ۲۲، ۱۴۰۳

د ریاست الورزاء اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د ټولو پانګوالو هرکلې کوي او ټولې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي. دغه راز یې د ترکیې هیواد په ګډون له ټولو بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان...

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کار ملي کنفرانس په مقدماتي غونډه کې ګډون وکړ
ثور ۲۲، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کار ملي کنفرانس په هکله د کار پنځونې لپاره د مالي لومړیتوب لرونکو ستراتېژیو د کاري ګروپونو په مقدماتي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.