د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه
دلو ۱۷، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زياته کړه، اسلامي امارت هم غواړي له نړۍ سره ښه مناسبات ولري، دغه راز يې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په اړه هم بحثونه پيل کړي دي.

د (آی، ایچ، ایچ) خیریه مؤسسې له رئیس او مسؤلینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
دلو ۱۷، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د (آی، ایچ، ایچ) خیریه مؤسسې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان بې وزله خلکو سره د مرستې په خاطر د یادې مؤسسې د فعالیتونو او کړنو مننه او قدردانی وکړ.

اقتصادي کمېسیون د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه منظوره کړه
دلو ۱۷، ۱۴۰۲

ه غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هراړخیز بحث وروسته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبولو طرحه منظوره شوه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د عرب قوم له مشرانو او علماوو سره ولیدل
دلو ۱۷، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې دولتي موقف امتیاز نه، بلکې د ولسونو د خدمت کولو فرصت وباله وې ویل، ټول مسؤولین په دې مکلف شوي چې د خپلو امکاناتو په محدوده کې د ولسونو غږ واوري او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

د بادغیس ولایت له یو شمېر مخورو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
دلو ۱۷، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس مشرانو او سپین ږیرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وطن د ازادۍ او اسلامي نظام د استقرار په برخه کې د دوی سرښندنې او قربانۍ وستایلې.

د هیواد یو شمېر ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو او متخصصینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
دلو ۱۶، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال روغتیا د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه وبلله او وې ویل، اسلامي امارت افغانانو ته د صحي خدماتو برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې مسوولین کوښښ کوي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له یوشمېر علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل
دلو ۱۶، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر راغلو علماوو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د حکومت دروازې د ولسونو پر مخ پرانستي دي او دا یې د علماوو مسؤولیت وګاڼه چې مسؤولین خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړي.