خبرونه
د افغانستان او ایران ترمنځ د ټاکل شویو ګډو کمېټو لومړنۍ ناستې ترسره او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخوالي او په دغه برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه د مخکینیو توافقاتو په اړه خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وزلوبې د سیالیو له جوړونکو څخه مننه وکړه او د دې سیالیو اتلې لوبډلې ته یې مبارکي ورکړه. هغه وویل، د خوښۍ ځای دی چې ځوانان د ملي لوبې د ودې لپاره زحمت باسي او ویاړونه ترلاسه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، یاد افغان سوداګر او دده ملګرو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته يې کړه، اسلامي امارت له سوداګرو او پانګوالو څخه ملاتړ کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په تخار کې د امنیتي سکتور له هڅو په مننې وویل، اسلامي امارت ته د هېواد هره برخه ځانګړی اهمیت لري او اړتیا ده چې د امنیت د تامین ترڅنګ خلکو ته رغنیزې چارې هم پلې شي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: اسلامي امارت ته ډېرې ستونزې په میراث پاتې دي، چې د ټولو حل کول وخت او امکاناتو ته اړتیا لري او اسلامي امارت له خپل ولس سره ژمنه کوي، چې د دوی لومړیتوبونو ته په کتو سره به په تدریج سره ټولې ستونزې حل کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د اشغال پر وړاندې د کندز ولايت د علماوو او مجاهدينو د زيار او قربانيو ستاينه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار له رهبرۍ څخه مننه وکړه وې ویل، د افغانانو مبارزه مخکې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره وه او الحمدالله نن د اسلامي نظام د ثبات او پایښت لپاره ده.