د فوټبال نړيوال جام کې ارجنټاين الجزاير، ناروې عراق او فرانسې سېنېګال ته ماته ورکړه

د خپرېدو وخت ۳۳ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې


د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په نويو ګروپي‌ سیالیو کې د فرانسې لوبډلې سېنېګال ته ۳-۱، ناروې عراق ته ۴-۱ او ارجنټاين الجزاير ته ۳-۰ ماته ورکړه.


ارجنټاين د امریکا د مېسوري په کنساس لوبغالي کې د ګروپي پړاو سياليو لومړۍ لوبه له الجزاير د دريو ګولونو په توپير وګټله او د دريو نومرو په ترلاسه کولو سره د خپل ګروپ په سر کې یې ځای خپل کړ.

د فوټبال په نړیوال جام کې لومړنی افغان لوبغاړی؛ ندیم امیري څومره پېژنئ؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, سجاد محمديدنده, بي بي سي، لندند خپرېدو وخت ۲۹ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې


د نړيوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره يوه افغان الاصله فوټبالر دغو سياليو ته لار موندلې ده. نديم اميري چې د جرمني تابعيت لري او له اصله افغان دی د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړيوال جام کې د جرمني لپاره لوبېږي.


فوټبال په افغانستان کې هم ګڼ مينه وال لري خو په دې هېواد کې د فوټبال کچه هغومره لوړه نه ده چې د نړيوال جام په څېر مهمو سياليو ته لار ومومي.

نازیه اقبال: کشر ورور مې زما پر لوڼو جنسي تېری کړی

د خپرېدو وخت ۵ غویی ۱۳۹۷ - ۲۵ اپریل ۲۰۱۸


د پښتو ژبې پېژندل شوې سندرغاړې نازیه اقبال پر خپل کشر ورور تور لګولی چې د هغې پر دوو لوڼو یې جنسي تېری کړی.


نوموړې په دې تور د خپل ورور افتخار علي پر ضد د پولیسو په ځایي تاڼه کې مقدمه هم ثبت کړې.


نازیه اقبال دا مهال له خپلو شپږو اولادونو سره د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې اوسي.


د نازیه اقبال مېړه جاوېد فضا بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې ۱۵ ورځې وړاندې له انګلستانه کور ته ستون شوی.

ټرمپ له روسیې غوښتي چې له اوکراین سره سوله وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو (جي-۷) په سرمشریزه کې د ګډون پر مهال له روسیې څخه غوښتي چې له اوکراین سره سوله وکړي. ...

امریکا کې  د B-52 الوتکې رالوېدو له کبله اته کسان مړه شوي

د امریکا د هوايي ځواک یوه B-52 ستراتیفورټرس بم غورځوونکې الوتکه د دوشنبې په ورځ (د جون ۱۵مه) د کالیفورنیا ایالت د موهاوي دښتې په اېډوارډز هوايي اډه کې د الوتنې پر مهال راولوېده، چې له امله یې ټول اته کسان چې په الوتکه کې سپاره وو، مړه شوي دي. ...

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه، خو د غونډې پر مهال د هرات وروستۍ پېښې او د ښځو د حقونو وضعیت هم د ګڼو غړو د اندېښنې وړ موضوع وه. ...

د بودجې کمښت د افغانستان بشري مرستو ته جدي ګواښ دی

په افغانستان کې بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA) خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت د میلیونونو اړمنو افغانانو لپاره د مرستو رسولو بهیر له جدي خطر سره مخ کړی دی. ...

متحده ایالتونه: د یوناما د ماموریت په غځېدو، طالبان باید خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کښیږدي

متحدو ایالتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت، یا یوناما له غځیدو سره خپل ملاتړ څرګند کړی او له طالبانو یې غوښتي چې نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي او په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ته پام واړوي کړي. ...

ډونالډ ټرمپ: اسرائیل دې د لبنان په تړاو مسؤلانه عمل وکړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ، د (جون ۱۶)  د جي-۷ سرمشریزې په څنډه کې وویل چې اسرائیل باید د لبنان په تړاو بامسولیته چلند چلند وکړي. ...

یونیسف: افغانستان کې لږترلږه ۸.۸ میلیونه ماشومان د طبیعي ناورینونو له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو څخه د زیاتو ماشومانو روغتیا، زده‌کړې او ژوند د طبیعي ناورینونو له جدي ګواښ سره مخامخ دي. د راپور له مخې، افغانستان په جنوبي اسیا کې د ماشومانو د زیان‌مننې له پلوه تر ټولو لوړ ځای لري، چې دا د طبیعي ناورینونو

هرات کې د حجاب پر سر له جنجال وروسته څه پېښ شوي؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, سید عبدالله نظاميدنده, بي بي سي هراتد خپرېدو وخت ۱۲ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې


په هرات کې امنیتي چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې په دغه ښار کې یې د تېرې اوونۍ له لاریون وړاندې لږ تر لږه ۱۹ مېرمنې نیولې وې چې وروسته یې پرېښودې.


دا نیونې د هرات د ځایي چارواکو په وینا د بې حجابۍ په تور شوې وې، د دغو نیونو له امله په هرات کې لاریون وشو چې په کې ډزې وشوې او د دوو کسانو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي وو. تر دې وړاندې یوناما ادعا کړې وه چې په هرات کې ۳۰مېرمنې نیول شوې دي ، هغه مهال طالبانو له نیونو انکار کړی و.

"په کور او دفتر کې" د طالبانو پر حکومتي کارکوونکو د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز

د خپرېدو وخت ۱۲ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې


بي بي سي‌ په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو مکتوبونو ته لاسرسی موندلی چې پکې ویل شوي د پوځي کارکوونکو په ګډون د ټولو حکومتي‌ کارکوونکو لخوا " په کور او ادارو کې" د ځیرکونو موبایلونو پر کارونې بندیز اعلان شوی دی.


په دې مکتوبونو کې ویل شوي که چا له دې امره سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره کېږي.

ترمپ وايي روسيه بايد له اوکراين سره «توافق وکړي»

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په داسې حال کې چې د جي اوه ډلې نورو مشرانو هم پر مسکو باندې د اوکراين پر وړاندې د جګړې د ختمولو له پاره فشارونه ډېر کړي دي، وويل چې د فرانسې په ايويان ليبيان ښار کې یې له زيلنسکي سره ملاقات درلود او د ورځې په اوږدو کې یې نورې ليدنې کتنې هم پلان دي. 

په فرانسه کې به ۱۴ افغانان او عراقیان محاکمه سي

څارنوالانو د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه کسان به اوس، د ۲۰۲۱ م کال په نوومبر کې د لږترلږه ۲۷ کسانو د مړیني په تور محاکمه سي. په دغو مهاجرو بار یوه کښتۍ له کانال څخه د تیریدو پر وخت ډوبه سوې وه.

تورن کسان چې د انساني قاچاق له شبکو سره په تړاو کې دي، ددغې بادي کښتۍ په ډوبیدو کې د نقش په لوبولو تورن دي چې معمولاً یې د عراق کردي مهاجر انتقالول. گومان کیږي چې له دغو مهاجرو څخه څلور تنه لا هم لادرکه دي.

جګړې، بندیزونه او سزاګانې: نړیوال جام ته د عراق ۴۰ کلن انتظار

د خپرېدو وخت ۳۶ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې


عراق لومړی ځل په ۱۹۸۶ کال مکسیکو کې د فوټبال په نړیوال جام کې برخه اخیستې وه.


دغه هېواد اوس ۴۰ کاله وروسته په همدې مکسیکو کې د بولیویا په ماتولو سره بیا د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته لاره ومونده.


د عراق فوټبال لوبډلې، چې د بین النهرین په زمریانو مشهوره ده، په هغه نړیوال جام کې خپلې درې واړه لوبې چې پاراګوای، بلجیم او کوربه مکسیکو سره وې، بایللې وې.

فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶: تر هر وخت لوی او تر هر وخت ډېر پېچلی هم

فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶: تر هر وخت لوی او تر هر وخت ډېر پېچلی هم
د خپرېدو وخت ۲۵ دقیقې وړاندې

په امریکا کې د بي-۵۲ الوتکې د سقوط له امله د ۸ تنو مړینه

دغې بم غورځوونکې الوتکې د ادواردز د هوايي ځواکونو له اډې څخه له الوتنې وروسته سقوط وکړ.

د هوايی ځواکونو د دې اډې د  قوماندان مرستیال، جیمز هیز په یوه خبري کنفرانس کې وویل:» موږ اته امریکايی غوره سرتیري له لاسه ورکړل.«

دغې اډې اعلان وکړ ، هوايی انځورونه ښيی چې له هغې الوتکې چې په سیمه ائیز وخت د سهار پر شاوخوا   ۱۱:۲۰ بجو  راغورځیدلې ده، هیڅ څه پاته نه دي.

آلمان کابو ۳۰ افغانان کابل ته اخراج کړي

د آلمان د خبري آژانس (ډي پي ای) په حواله آلمان يو ځل بيا د يوې چارتر الوتکې له لارې يو شمیر افغانان بيرته خپل هېواد ته انتقال کړي دي.

زیاته شوې ده چې اخراج شوي په جزا محکوم شوي نارينه دي چې په جنسي تیري، قتل او يا جنسي ځورونو کې ښکیل هم پکې شامل دي.

اړونده موضوع: المان مخکښ دی؛ اروپايي اتحادیه افغانستان ته اخراجونه ارزوي

د آلمان نورد راین ويستفالن، شلېسوګ هولستاين، بایرن، نیدرزاکسن او بادن وورتمبیرګ ایالتونو د دې چارتر پرواز له پاره تقریباً ۳۰ کسان ثبت کړي ول چې له آلمان پر وتلو مکلف وو. د اخراج پر ضد احتجاج

په امریکا کې د یوې بي-۵۲ ډولې جنګي الوتکې غورځېدل

د خپرېدو وخت ۱ ساعت وړاندې
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې


د امریکا متحده ایالاتو د هوايي ځواک یو بي-۵۲ ډوله الوتکه د سویلي کليفورنیا له اېډورډز هوايي اډې نه له الوت سملاسي وروسته راپرېوته او ویجاړه شوه، چې له امله یې اته تنه مړه شوي دي.


دا پېښه د دوشنبې پر ورځ له ځایي وخت سره سم د سهار په ۱۱:۲۰ بجې داسې حال کې رامنځته شوه، چې الوتکه د معمول ازمایښتي الوت لپاره پورته شوه.

نتانياهو د ايران او امريکا پر تړون له نیوکو ډډه وکړه

د اسرائيل له لومړي وزير بنيامين نتانياهو، څخه چې کله پرون، دوشنبه د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د امريکا متحده ایالاتو له ولسمشر سره د نظر د اختلاف د رپوټونو په اړه وپوښتل شول نو نوموړي وویل چې دې دواړو مشرانو تل يو ډول نظرونه نه دي درلودلي.

نتانياهو وويل: «زه د اسرائيل د امنيتي ګټو له پاره مسئول يم.»

متحده ايالاتو او ایران د يکشنبې په ورځ پر يوې لومړنۍ هوکړې باندې توافق وکړ چې د مخې به یې د جمعې په ورځ په سویس کې د دې هوکړې په رسمي توګه تر لاسليک کیدو وروسته د هرمز تنګی پرانيستل کيږي او اوربند به پسې غځيږي.