د رياض پر هوايي ډګر بريد کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپيان دي

د خپرېدو وخت ۴۹ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې


د سعودي عرب د پلازمېنې رياض پر هوايي ډګر د بريد له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپيان شوي دي.


د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې په وينا، په وژل شويو کې څلور سعودي وګړي، دوه د بنګله دېش اتباع، او د امريکا، اردن، فلسطين، سوريې، سودان او مصر يو- يو وګړی شامل دي.


له دې پېښې وروسته د ملک خالد نړيوال هوايي ډګر ټول عمليات ځنډول شوي دي.

آلمان کې د پناه غوښتنې د قضیو بهیر بیا اوږدېږي

د څو کلونو د چټکتیا وروسته، په آلمان کې د پناه غوښتنې پرېکړو پر ضد د محکمو د دعوو د څېړنې موده یو ځل بیا اوږدېږي. د آلمان فدرالي حکومت د کیڼ ګوند د استازې کلارا بونګر د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د کډوالۍ او پناه غوښتونکو فدرالي ادارې (Bamf) د پرېکړو پر ضد د دعوو د محاکمو بهیر په اوسط ډول ۱۵،۳ میاشتې وخت نیولی دی.

تېر کال دغه موده په اوسط ډول ۱۴،۳ میاشتې وه، که څه هم د دسمبر میاشتې معلومات پکې نه وو شامل. ثابته ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د پناه غوښتنې د دعوو اوسطه موده ۲۶،۵ میاشتې وه، خو له هغې وروسته هر کال دغه موده کمه شوې وه.

آلمان: د وسلو د تفتیش پر مهال دوه دولتي کارکوونکي وژل شوي

د آلمان په بایرن ایالت کې تر دغې پیښې وروسته پولیسو وویل چې دواړو وژل شویو کسانو د نیومارکت اِن دیر اوبیرپفالڅ سیمې په اداري دفتر کې کار کاوه.

ملګري ملتونه: تېر درې کاله په افغانستان کې له ۱۴۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي یا ...

د خپرېدو وخت ۳۶ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې


د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې، په افغانستان کې ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. راپور د ماشومانو لپاره بشري مرستو ته د لاسرسي د مخنیوي د پېښو د پام وړ زیاتوالی، په پوځي لیکو کې د ماشومانو جذب او د زرګونو ماشومانو له زدکړو محرومېدل هم په ګوته کوي.

ټرمپ د روسیې د ډیزلو په اړه هوکړه اعلان کړه، زيلېنسکي یې 'پوتین ته ډالۍ' بولي

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, رچل کلندنده, نیویارک او Author, انتوني زرچردنده, د شمالي امریکا خبریالد خپرېدو وخت ۱ ساعت وړاندې
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې


د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي د ډونلډ ټرمپ هغه اعلان په کلکه غندلی چې له مخې یې امریکا ته د روسیې د ډیزلو د واردولو هوکړه شوې ده.


زيلېنسکي دا هوکړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ډالۍ بللې او ویلي یې دي چې دا کار "په داسې جګړه کې پانګونه ده چې باید پای ته ورسېږي، نه دا چې اوږده شي".

ټرمپ او پوتین د روسي ډیزلو د عرضې پر سر هوکړې ته رسیدلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هوکړه کړې چې روسی ډیزل به د امریکا او نړۍ بازارونو ته وړاندې کړي.

دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې په امریکا کې د سون‌ توکو د بیو د لوړیدو په اړه فشارونه زیات شوي دي او د کانګرس منځمهاله ټاکنې رانږدې کیږي. دغه هوکړه د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د مسکو په اړه د امریکا په سیاست کې د پام وړ بدلون ګڼل کیږي.

د پُست نړیواله ورځ: افغان پُست په څه وضعیت کې دی؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, ابراهیم امیريدنده, بي‌بي‌سي د خپرېدو وخت ۴۵ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې


د پوستې له نړیوالې ورځې سره هممهاله چې د اکتوبر میاشتې نهمه ده، د افغان پوسټ ادارې چارواکي ویلي چې په افغانستان کې پوستي خدمات د پراخېدو په حال کې دي.


اوس مهال په نړۍ کې هره ورځ میلیونونه لیکونه، پارسلونه او نور شیان د پوستې له لارې استول کېږي او په دې ډګر کې میلیونونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.

د جرمونو نړيواله محکمه (ICC) څه ده؟

د سویلي افريقا ښځينه قاضي ناوانيتهم «ناوي» پيلاي، چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۹مه) د نوبل د سولې جايزه ورته ورکړل شوه، د جرمونو د نړيوالې محکمې په ګډون يې په څو نړيوالو محکمو کې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې ده. دلته د دغې محکمې په اړه ځينې حقايق وړاندې کېږي: محکمه کله او ولې جوړه شوه؟ دغه محکمه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه، څو هغه کسان محاکمه کړي چې د جنګي جرمونو، د بشريت

پر ارامکو د حوثیانو بریدونه؛ سعودي ته دا شرکت څومره مهم دی؟

د خپرېدو وخت ۲ ساعتونه وړاندې د لوستلو وخت: ۱ دقیقې په یمن کې په څو جبهو کې پراخ پوځي تاوتریخوالی روان

د وينې د شکر لوړېدل "تل بد خبر نه وي"

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, ميليسا هوګنبومدنده, بي بي سيد خپرېدو وخت ۲ ساعتونه وړاندې
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې


په تېرو څو کلونو کې، موږ د دوو پام وړ پرمختګونو شاهدان یو. لومړی دا چې پر وجود روغ خلک، یا هغه کسان چې پر ناروغۍ اخته نه دي، د ورځې په اوږدو کې د وینې د شکر اندازه کولو وسایل له ځان سره ګرځوي. دویم دا چې ډېرو خلکو د تصفیه شویو کاربوهایډریټونو، لکه سپینې ډوډۍ او مکروني له خوړلو په بشپړه توګه ډډه کوي.

کتي زکریا د سپینې ماڼۍ نوې ویانده وټاکل شوه

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ جمعه اکټوبر ۹ مه اعلان وکړ چې د ټروت سوشل شبکې یوه جګپوړې سلاکاره، کتي زکریا به د سپینې ماڼۍ نوې ویانده وي. ...

ټرمپ: د روسیې د ولسمشر سره مې ' په لوړه کچه بریالۍ ' خبرې کړي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره یې په " په لوړه کچه بریالۍ " خبرې کړي او دا چې روسیې موافقه کړې چې ۳۰۰ لکه ټنه ډیزل تیل په سمدستي توګه د امریکا او نړۍ بازار ته عرضه کړي. ...

د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر د برید خبر ورکړل شوی

د سعودي عربستان د پلازمینې ریاض په نړیوال هوايي ډګر کې د چاودنو غږ اورېدل شوی او سیمې ته امبولاسونه رسېدلي دي. ...

امریکا پر نړیوالې جنايي محکمې بندیزونه ولګول

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ (اکتوبر ۹) پر نړیوالې جنايي محکمې باندې له دې کبله بندیزونه ولګول چې د هغو هېوادونو د چارواکو پر ضد یې اقدامات کړي چې د دې محکمې قضايي صلاحیت یې نه دی منلی. ...

ټرمپ د سږ کال د نوبل د سولې کمیټې انتخاب 'یو نه پاکېدونکی داغ' وباله

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل کمیټې پر هغې پرېکړې نیوکه وکړه چې د نوبل د سولې جایزه یې ناوانتم (ناوې) پیلای ته ورکړه. ټرمپ دا پرېکړه د ناورې پر لمنې "یو نه پاکېدونکی داغ" وبلله او ویې ویل چې دا پرېکړه به "هېره" نه شي. ...

پاکستان کې د تحریک انصاف لاریون، زیاتېدونکی کړکېچ او د سیاسي حل هڅې

د خپرېدو وخت ۲ ساعتونه وړاندې
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې


په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړو پر اوومه ورځ هم خپل احتجاج (لانګ مارچ) ته دوام ورکړی.


د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ د لاریون کاروان نن له چارسدې تر روانېدو وروسته شپه مردان ته رسولې ده.


هغه د مردان په منګا بازار سیمه کې د لاریون ګډونوالو ته په وینا کې غوښتنه وکړه، چې خلک دې دوشنبه (د اکتوبر ۱۳مه) ځانونه صوابۍ ته ورسوي.

د سامسنګ ګټه څنګه ۸۰ میلیارد ډالرو ته لوړېږي؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, اوسماند چیادنده, سوداګریز خبریالد خپرېدو وخت ۱ ساعت وړاندې
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې


'سامسنګ الکترونیکس' شرکت وايي تمه لري د دې شرکت درې‌میاشتنۍ ګټه د تېر کال د همدې مودې پرتله نژدې نهه برابره ډېره شي. د دې دېروالي اصلي لامل د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د معلوماتي مرکزونو لپاره د کارېدونکو د حافظې چِپونو د غوښتنې چټک ډېروالی او تقاضا بلل شوې ده.

امریکا د یوه اعدام بهیر په ژوندۍ بڼه خپروي

د امريکا پوځ د پنجشنبې په ورځ وويل چي د نضال حسن د اعدام بهير به په ژوندۍ بڼه خپور سي. حسن تورن دی چي په ۲۰۰۹م کال کي د فورټ هوډ په پوځي اډه کي يې ۱۳ کسان په ډزو ووژل.

د دې کار تائيد يوه ورځ وروسته له هغه اعلان سو، چي د امريکا د دفاع وزير پيټ هګسيت ويلي ول چي د حسن اعدام، چي د دسمبر دريمې نېټې ته پلان سوی، په «عام محضر» کي به وي.

د پنټاګون چارواکو زياته کړې چي د دې اعدام نور جزئيات به وروسته اعلان سي. پيټ هګسيت د نضال حسن د اعدام په اړه څه وويل؟

کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ټېسټ لوبه روانه ده

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, ګوربت ننګيالدنده, بي بي سي، لندند خپرېدو وخت ۲ ساعتونه وړاندې
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې


د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د ټېسټ لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.


دا د دواړو هېوادونو ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبه ده چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.


د افغانستان له لوري د دې سيالۍ لپاره د رحمت شاه په مشرۍ، عبدالملک، صدیق الله اتل، حشمت الله شهيدي، اکرام عليخېل، ضيا الرحمان، شاهدالله کمال، يمن احمدزی، قيس احمد، محمد سليم او عصمت عالم غوره شوي دي.

اوکراین، اروپا او امریکا د جګړې ختمولو په اړه خبري کوي

ټاکل سوې ده چي د اوکراین او اروپايي ټولني چارواکي د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ له استازو سره په میامي ښار کي وګوري او د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو له پاره پر «نوو نظرونو» خبري وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي د پنجشنبې په ماښام دغه غونډه تائید کړه. دا په داسي حال کي ده چي د اوکراين په ختیځ کي په کراماتورسک ښار کي پر بسونو باندي د روسیې په یوه برید کي ۳۰ ملکيان وژل سوي دي.